اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره د پاكستان او رومانيه ترمينځه د شريك اقتصادي كمېشن بحالولو ضرورت دے۔د ګل په ورځ په بخارسټ كښې د رومانيه خپل هم څنګ بوګډان لوسيان اوريسكو سره شريك كنفرنس ته خارجه وزير شاه محمود قرېشي وو??يل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستې ګڼ شمېر امكانات موجود دي كوم چې د دوه اړخيزه اقتصادي هلو ځلو د لارې استعمالېدې شي۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې د دې دورې څخ?? به د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔شاه محمود قرشي د رومانيه خپل هم څنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې بوګډان لوسيان اوريسكو په خوشحالۍ سره قبوله كړه۔خارجه وزير وو??يل د پاكستان او رومانيه ترمينځه د 53 كلونو سفارتي اړيكو په مهال دوه اړخيزه اړيكې ډېرې په زړه پورې دي۔ده وو??يل دواړه هېوادونه په ګڼ شمېر څانګو كښې يو بل سره نزدې مرسته كوي۔خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې دوه اړخيزه اړيكې به سباؤن كښې لا مستحكمې شي۔خارجه وزير وو??يل د كووېډ 19 وبا چېلنجونو باوجود د تېر مالي كال په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارت كښې 50.6 فيصد رېكارډ اضافه شوې۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې دا دور?? به د دواړو هېوادونو ترمينځه د پرمختګ لپاره نوې لارې متعين كړي۔خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د سياسي مشاورت پ?? بحالۍ د رومايه خپل هم څنګ مننه وكړه۔خارجه وزير وو??يل پاكستان د اروپائي ائتلاف مهم تجارتي شراكت دار دے او مونږ اروپائي ائتلاف سره په زړه پور?? اړيكې لرو ۔ده وو??يل د دواړو هېوادونو چيمبرز آف كامرس ترمينځه لوظ نامو سر?? به دوه اړخيزه كاروبار كښې نوې موقعې رامخې ته شي۔خارجه وزير وو??يل پاكستان چين سره په ګډه اقتصادي راهداري جوړوي ٬دې سر?? به پاكستان د نيمې وچې او د مينځنۍ آسياﺀ رياستونو لپاره د تجارت مركز جوړ ??ي۔خارجه وزير وو??يل د رومانيه هم څنګ سره په ملاقات كښې د افغانستان٬د كشمير صورتحال پشمول په دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې