اسلام آباد 14جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د وړومبۍ قومي سلامتيا پ??ليسۍ عوامي ورژن اجراء وكړه، په دې اړه د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې يوه دستوره وشوه۔ دستوره كښ?? وفاقي وزيرانو ، د قومي سلامتيا صلاحكار ، پارلماني غړو ، د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ، ټولو سروسز چيفس ، سينئر سول او پوځي چارواكو،پوهانو ، تھنك ټينكس ، ميډيا او سول سوسائټي سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم عمران خان په خپله وينا كښې د خپل حكومت د قومي سلامتيا پ??ليسۍ جوړولو په كامياب اقدام رڼا واچوله۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د قومي سلامتيا پ??ليسۍ ته حكومت پام لرنه كوي، وزيراعظم په دې هدف ترلاسه كولو د قومي سلامتيا صلاحكار او د هغه ډلې له مباركي وركړه۔ده په پاليسۍ د كامياب عمل درآمد اهميت رامخې ته كړو او اعلان ئې وكړو چې باقاعدګۍ سره به د قومي سلامتيا كمېټۍ د پيش رفت جاج اخلم۔ وزيراعظم په ډاګه كړه چې د قومي سلامتيا پ??ليسۍ 2022-2026 محور د حكومت وژن دې، د قومي سلامتيا پ??ليسۍ كښې بايد قومي همغږي او د وګړو سوكالي شامل كړې شي دغسې د كوم فرق نه غير د بنيادي حقونو او سماجي انصاف ضمانت دې وركړې شي۔ ده ووئيل د خپلو وګړو پراخه صلاحيتونو څخه استفاده كولو له په خذمات اډانه ښه نظم او نسق ته وده وركول ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ته په خپلو وسله والو ځواكونو وياړ دې۔ سيمه كښې د پېښو خطرو او هائبرډ وار زيات شوې چيلنجونو په تناظر كښې د هغوي اهميت سوا شوې دې۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د خارجه پاليسۍ لويې مقصد د سيمې او سيمې څخه بهر امن ا?? استحكام دې۔ د قومي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په دې مهال د قومي سلامتيا پ??ليسۍ وژن تفصيل سره بيان كړو۔ ده په پرله پسې مرسته كولو د وزيراعظم عمران خان ا?? ټولو چارواكو مننه وكړه۔