اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري ف??اد حسېن وئيلي دي چې مونږ منظمه مافيا سره مخ يؤ٬ نړيوال بېنك د پاكستان د 5.37 فیصده پ??مختګ تصديق كوي٬ د كورونا وائرس وبا مخنيوي لپاره د حكومتي پالېسيو په نړيواله كچه ستائنه كېږي او په يو داسې وخت كښې د ټرانسپرېنس?? انټرنېشنل بې بنسټه رپورټ رامخې ته كېږي او په يو پرېس ريليز پرله پ??ې هېډ لائنز وړاندې كولې شي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د ټرانسپېرېنس?? انټرنیشنل رپورټ دا وائي چې په پ??کستان كښې په رول آف لاء كښې تنزل رامخې ته شوې ولې دا چا ته هم معلومه نه ده چې هغوي دا ولې وائي۔ په رپورټ كښې د ماليا??ي كرپشن ذكر هم نشته۔ هغه ووئيل د ټرانسپرېنسي انټرنېشنل په بې بنسټه راپورونو كښې هغه قېصې جمع كړې شوې دي چې كرپټ اپوزيشن هم په حكومت د ټكونو كولو همت وك??ې شو۔ هغه ووئيل د ن ليګ او فضل الرحمن د عمران خان حكومت ته كرپټ وئيل آسمان ته لاړې تھوكل دي۔