اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) الخدمت فاؤنډېشن پاکستان ورورو اسلامي هېواد افغانستان كښې د يتيمانو كوچنيانو پالنې لپاره د “آغوش هوم” جوړولو لپاره د افغانستان نوموړې فلاحي ادارې هيومينيټيرين ازسټنس سوسائټۍ (HAS) سره د تفاهم يادښت لاسليك كړے چې له مخې به ېي الخدمت فاؤنډېشن په کابل ښار كښې په ابتدائي توګه د 150 يتيمانانو پالنې لپاره “آغوش هوم” جوړوي۔ د شورو په ورځ د الخدمت فاونډېشن مرکزي دف??ر څخه د جاري خبر پاڼې له مخې د تفاهم په يادښت ?? لاسليك دستوره په الخدمت کمپليکس كښې شوې چې پكښې د الخدمت فاؤنډيشن پاکستان سينئر نائب صدر سيد احسان الله وقاص او د HAS افغانستان چيئرمين ډاکټر هارون خطيبي لاسليك وكړو۔ په دې موقغ د الخدمت فاؤنډېشن عمومي سېكتر شاهد اقبال، د خېبر پښتونخوا ريجن نائب صدر او صدر خالد و??اص،اېګزيکټو ډائريکټر حبيب بلال، نورالواحد جدون او نور هم موجود و??