اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د هنګري خپل همڅنګ پيټر سېجارتو سره ټېلي فوني تماس نيولے دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو٬ يوكرائن څخه ?? پاكستانو وګړو د انخلاء پشمول په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير په اپرېل كال 2021م كښې د هنګري خپل همڅنګ د پاكستان د نتيجې وړ دورې ذكر كولو سره ووئيل پاکستان هنګري سره د شريكې خوښې په تولو څانګو كښې د مرستې زياتولو خوښي لري۔ خارجه وزير د يوكرائن په صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه او د مذاكراتو او د سفارت كارۍ د لارې سوله ايز حل لپاره ئې د پاكستان نكته نظر واضح كړو۔ ده ووئيل د پاكستان اصولي موقف په اړوندو ګڼ اړخيزه لوظنامو٬ نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له مخې په حل آډانه دے۔ خارجه وزير يوكرائن څخه ?? پاكستا??و زده ك??ٶنكو او كميونټي په انخلاء كښې د هنګري د حكومت په مرسته ك??لو د خارجه وزير مننه ك??لو سره ووئيل مونږ په يوكرائن كښې د موجودو پاکستا??و زده ك??ٶنكو او كميونټي د غړو په آسانۍ سره د بارډر كراسنګ او سمدستي سهولتونو ته منتظر يو۔ دغسې په دې موقع د هنګر?? خ??رجه وزير د انخلاء په عمل كښې د خپل هېواد لخوا د ملاتړ او مرستې باوري وركړو