اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان ته د يورپي كونسل صدر چارلس مشيل د ګل په ??رځ ټېليفون كړے٬په ټېلېفون خبرو كښې پېښور كښې په جومات د ترهه ګر?? په بريد كښې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه او د يوكرين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د كونسل صدر په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان د يوكرين په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولو سره په روانه پوځي شخړه د تشويش څرګندونه وكړه ا?? په دې خبره يې زور راوړو چې لا تاؤ تريخوالي به په منطقه او نړۍ منفي اثرات مرتب كړي۔وزيراعظم جنګ بندۍ او تاؤ تريخوالي كښې په كمي ا?? په يوكرين كښې د و??ړو لپاره د بشري مرستې په اهميت هم زور راوړے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان روس او يوكرين سره د ??لګ??تيا اړيكې لري او دې دواړو ډلو سره زمونږ نزدې رابطې پاتې شوي۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې شخړه ب ه د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لارې حل كړې شي۔دواړه لارښود دې خبرې ته هم صلاح شوي چې د پاكستان پشان هېوادونه په دې ??څو كښې د سهولت كار كردار ادا كولې شي او دا دواړه هېوادونه به شريكو مقصدو ته د ودې ??ركولو لپاره نزدې رابطې په ځاې ساتي۔پاكستان اروپائي ائتلاف سره د اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل د اروپائي ائتلاف مشرتابه سره ملاقات لپاره د خپلې دورې برسلز په طمعه يم۔ده صدر چارلس مشيل ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه