اسلام آباد 16 ??ار?? (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اسلام آباد كښې پوليس، رېنجر او اېف سي ته د ??ار?? 20 مې نه تر اپرېل 2مې نېټې خاص اختيارات وركولې شي٬كه اپوزيشن قانون نه چېړي نو دوي به ته به هېڅ نه وائيو، لانګ ??ار?? كولو لپاره به د اپوزيشن ګوندونو ته بشپړه آسانۍ او تحفظ وركولې شي خو چا ته به قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه وي، اپوزيشن په 23م ??ار?? اسلام آباد ته د نه راتلو پرېكړه كولو سره د پوهې څرګندونه كړې ده، د اولس د ځان او مال تحفظ زمونږ ذمه واري ده، د وزيراعظم عمران خان مقبوليت كښې اضافه شوې ده او راتلونكې ورځ?? كښې به لا سېوا شي، ګرد هېواد وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دے، هيله لرو چې ق ليګ او اتحاديان به د عمران خان ملګرتيا وكړي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د انساني قاچاق مخنيوي په سرخط د وركشاپ نه پس ميډيا سره په خبر?? كښې وكړې۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې پوليس ، رېنجر او اېف سي د هر ډول ناوړه صورتحال مخنيوي بشپړه صلاحيت لري۔ ده ووېيل د اېف سي او رېنجر 1000 اهل??ار امنيتي وظيفې لپاره اسلام آباد ته طلب كړې شوې دي، كه ضرورت رامخې ته شي نو امن او امان باوري كولو لپاره نور اهل??ار هم تعينات كېدې شي۔ ده ووئيل حکومت به د 25م او 27م ??ار?? دواړو جلسو ته بشپړه امنيت او تحفظ وركوي۔ ده ووئيل د اوسني صورتحال جاج اخلو، دلته د او آئي سي تاريخي كنفرنس كېدونكې دې، په دې لړ كښې امنيتي انتظاماتو لپاره رېنجر او اېف سي ته د 20 ??ار?? نه تر دوېم اپرېل خاص اختيارات وركولې شي۔ ده ووئيل دا پرېكړه به سپيكر كوي چې ټولو خلقو ته دې تحفظ وركړې شي، مونږ چا سره ذاتي مسئله نه لرو٬ د پارلمان په لاجز كښې فېمليز اوسېږي ٬ خو تاسو هلته خپله مليشياء راوستې۔ ده ووئيل په 23م ??ار?? جے 10سي فلائي كوٶنكې دې٬ په هېواد كښې اهم ون يونټ نه پس به مونږ اپوزيشن ته بشپړه تحفظ وركوٶ٬ خو چا ته به د قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه وي٬ كه اپوزيشن قانون نه چېړي نو ھغوي ته به هېڅ نه وايؤ۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان د لښتو په خبره حېران يو، ده ووئيل زه تاسو ته وائيم چې نون ليګ او پيپلز ګوند به ووځي او تاسو به ونيولې شۍ٬ مونږ ته د نون ليګ او پيپلزپارټۍ پته ده، آيا مولانا هېواد اړي ګړي پلو بيائي، كه هېواد كښې كورنۍ جګړې رامخې ته شوې نو د دې ذمه وار به مولانا فضل الرحمان وي٬ ده ووئيل د سپيكر نه به پوښتنه كوم چې ووټنګ به په كومه ورځ كېږي، سپيکر د 63 اے له مخې د چا هم ووټ منسوخ كولې شي، هر څه چې وشي كه وزيراعظم عمران خان كاميابېږي يا ماتي سره مخې كېږي فائده به هم عمران خان ته وي، زه وزيراعظم كامياب وينم٬ د 25م ??ار?? نه پس به د عمران خان مقبوليت لا سېوا شي۔ ۔ دا خله وزير ووئيل اولس ته تحفظ وركول د داخله وزارت ذمه واري ده۔ ده ووئيل پاکستان ته انټرنېشنل تھرېټس دي، دې ته كتنه يوازې د حكومت نه بلكې د اپوزيشن ??ار هم دے، هسې نه چې عدم اعتماد د عدم استحكام سبب جوړ شي