اسلام آباد 18مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې حكومت د آرټيكل 63 اے تشريح لپاره په سپريم كورټ كښې د صدارتي رېفرنس دائر كولو پرېكړه كړې، په ريكوزيشن د اسمبلۍ د غونډې نېټه وركول د سپيكر صوابديد دے، د سپريم كورټ څخه به رائې غوښتلې شي چې كله د يو ګوند غړي په واضحه توګه په هارس ټرېډنګ كښې ككړ وي او وفادارې بدلې كړي نو د دوي د ووټ آئيني حيثيت به څه وي. ده دا خبرې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګوند د مشرانو د غونډې نه پس خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده وو??يل چې په سندھ هاٶس كښې چې كوم خلق قېد كړې شوي دي، بايد دوي په آزادې سره د پرېكړې اختيار ولري، بايد هغه خوشې كړې شي. ده وو??يل چې د آئين آرټيكل 63 اے په اړه ابهام لرې كولو لپاره د سپريم كورټ څخه غوښتنه شوې ده چ?? تاسو ووائي چې آيا آئين د هارس ټرېډنګ اجازه وركوي يا نه، په دې لړ كښې صدارتي ريفرنس هم لېږو چې په اړه به ئې سپريم كورټ خپله پرېكړه اوروي او په دې به عملدرآمد كوو. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير وو??يل چې د سپريم كورټ 5 كسيزه بېنج وئيلي دي چې چرته د نااهلې موده ن?? وي ليكل شوې، هغه نااهلي به تاحيات وي، مونږ د سپريم كورټ نه هم دا پوښتنه كړې ده چې كوم خلق په دې وخت كښې نااهل شي آيا دوي به بېرته په ټاكنو كښې برخه واخستلې شي يا په دوي به تل بندېز وي. ده وو??يل چې صدارتي ريفرنس به د ګل په ورځ دائر كړے شي، په دې لړ كښې هدايات جاري كړې شوي دي، د سپريم كورټ رجسټرار وئيلي دي چې د شوكاز پراسس به جلا وي، د شوكاز نوټس به سپيكر ته لېږلې شي. ده وو??يل چې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په جائز توګه د سندھ حكومت د غېر آئيني اقداماتو نه وفاق خبر كړے او په سندھ كښې ئې د ګورنر راج په اړه وئيلي دي چې دا آپشن موجود دے، خو مونږ پرېكړه كړې ده چې في الحال به په دې عمل نه كوو خو كه آئيني بحران روان وو نو په دې به غور كوو. وفاقي وزير وو??يل چې د مارچ په 27مه نېټه به په اسلام آباد كښې لويه غونډه كېږي او په دې لړ كښې تيارې روانې دي،ٍ د مارچ په 27مه نېټه د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه غونډه په اسلام آباد كښې كېدونكې ده. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل چې غونډه رابلل د قومي اسمبلۍ د سپيكر په اختيار كښې دي او تر اوسه ئې كومه حتمي نېټه نشته. ده وو??يل چې كه رانا ثناالله د مارچ په 25مه نېټه راځي نو راتللې شي، اوبه به پرې هم وخښو او خاطر ??دا??ت به ئې هم وكړو