اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد ا??مد وئيلي ??ي چې بدعنوان، غله او تښتېدلي وزيراعظم عمران خان ته ماتې نه شي وركولې، اپوزيشن به ټول عمر پښېمانه وي، د ناله لئ پروژې ترسره كېدل زما خوب دے، زه باور لرم چې وزيراعظم عمران خان به بريالې شي، په راتلونكو 72 ساعتونو كښې به زېرې راتلل پېل شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پېنډې رنګ روډ پروژې د بنياد تې??ې كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير شېخ رشيد ا??مد ووئيل چې د ناله لئ پروژې ترسره كېدل زما خوب دے، وزيراعظم ته د دې پروژې د زر ترسره كولو خواست دے، د دې پروژې څخه به د پېنډې ټول ښار استفاده وكړي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د هېواد د غريبانو حالت ب??لول غواړي او دې مقصد لپاره شپه ورځ هڅې كوي. ده ووئيل چې په هېواد كښې د غلو او شوكمارو كوم سياست نشته، دا خلق يوازې د ذاتي ګټو تحفظ لپاره يوځائ شوي دي.