اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) پخواني وزيراعظم عمران خان او د هغه كور ودانې بشری بي بي ته د اګست 2018 نه تر دسمبر 2021 د تحريك انصاف په حكومت كښې 112 قيمتي ډالۍ وركړے شوي٬د كومو ماليت چې 14 كروړه 20 لك 42 زره روپۍ ؤ او كومې چې هغوي په 3 كروړه 89 لكه 77 زره روپۍ د ريټين ويليو په لړ كښې د توشه خانې څخه اخستي يا يې وړيا خپل ځان سره اېښودې دي ۔قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي ته ترلاسه دستاويزات له مخې پخواني وزيراعظم او د هغه كور ودان?? ته ترلاسه شوو 52 ډالو كښې د كومو ماليت چې 8 كروړه روپو څخه زيات ؤ ٬بغېر د ريټين وېليو ادا كولو څخه خپل ځان سره اېښودلي دي ۔توشه خانه د كابينه ډويژن ترمخه كار ك??نك?? محكمه ده كومه چې حكمرانانو٬آفيشلز او پارليماني غړو ته د حكومتي مشرانو يا رياستونو د اړخه د خېرسګالۍ جذبې په توګه د ترلاسه شوو ډالو رېكارډ مرتب كوي۔دا وخت حكومت د توشه خانې په حقله د كوم هم تفص??ل وركولو څخه ډډه كولو سره وئېلي دي دې سره د نړيوالو اړيكو خرابېدو اندېښنه ده٬د ترلاسه شوي دستاويز له مخې عمران خان او د هغه كور ودان?? ته ترلاسه شوو ډالو كښې بېل څيزونه شامل وو كوم چې هغوي په لږو روپو اخستې وو۔دوي ته د سعودي عرب دورې ??ه موقع د ولي عهد ??حمد بن سلمان د اړخه يو ډالۍ ترلاسه شوې د كومې ماليت چې 8 كروړه 50 لكه روپۍ ؤ دغسې نورې ??م څه ډالۍ ترلاسه شوي كومې چې هغوي په 2 كروړه 2 لكه روپو جمع كولو د خپل ځان سره اېښودې دي۔د دې نه علاوه نور هم قيمتي سامان څه په دې بيعه هغوي خپل ځان سره اېښودے دے