اسلام آباد 12مئي (اے پي پي)د بهرنيو چارو دوهمې وزيرې حنا رباني كهر وئېلي دي د پخوانې وزيراعظم عمران خان د امريكې صدر ډون??ډ ټرمپ سره د ملاقات نه پس د مقبوضه كشمير آئيني حېثيت بدل كړے شوے٬پاكستان د وړومبۍ ورځې نه د ډرون بريدونو خلاف ؤ ٬خارجه پالېسي كوم يو كس نه بلكې هېواد او د هېواد د اولس ګټې تر مخه جوړولې شي۔هند سره په تجارتي او سفارتي اړيكو كښې هېڅ بدلون نه دې راغلے ٬پاكستان د هند پشمول ټ??لو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي٬ دې ووئېل د خارجه پالېسۍ بنياد د هېواد او اولس په ګټه وي??نورو هېوادونو سره د اړيكو بنياد د كوم درېم هېواد په اړيكو نه وي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د نور عالم خان او فهميده مرزا د نكات ځواب ورك??لو كښې حنا رباني كهر ووئيل نورو هېوادونو سره د اړيكو انحصار كوم درېم هېواد سره په اړيكو نه وي۔ډون??ډ ټرمپ سره د پخواني وزيراعظم د ملاقات نه په راستنېدو د هغه داسې هركلے شوے ؤ لكه چې نړيوال كپ يې ګټلے وي۔دې ووئيل د دې دورې نه پس د كشمير آئيني حېثيت بدل كړے شوے۔د ??ندي كمېشن د حدبندۍ په رپورټ پاكستان د هند سفارتكار رابللے او ورته احتجاج شوے او د غندنې بيان يې هم جاري كړے