اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د چين ايكسټرنل سېكورټي كمشنر چنګ جوپنګ په مشرۍ كښې پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔د وزيراعظم مېډيا څانګې د اړخه جاري بيان ترمخه وزيراع??م د پاكستان خارجه پالېسۍ كښې ?? چين اهميت رامخې ته كولو س??ه د پاكستان او چين ترمينځه د تزويراتي مرستې او همكارۍ لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔وزيراع??م د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه په روانو او نوو پروژو د كار ګرندي كولو په حقله د خپل حكومت دعزم پخلې وكړو۔ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې۔د دې ترمخه د اعلٰی معيار پرمختګ عملي شكل موندلے دے۔وزيراع??م د اېم اېل ون منصوبې پشمول د دواړو هېوادونو د تزويراتي اهميت په منصوبو د نوې ولولې ترمخه د كار كولو عزم څرګند كړو۔ده ووئيل د پاكستان او چين اړيكې په باور٬وقار او مرسته اډانه دي۔ده ووئيل پاكستان او چين د هر چېلنج مقابلې له د يو بل سره ولاړ دي او مونږ د يوبل سره مرسته كړې۔وزيراع??م د كراچۍ د ترهه ګر بريد غندنه كولو س??ه ووئيل ټول پاكستانے قام دغه ترهه ګر بريد كښې په قيتي ځاني زيان د چين حكومت او ځپلې كورنيو س??ه په غم كښې ??ريك دے۔ده ووئيل د كراچۍ بريد به بشپړه پلټنې كېږي او ككړ عناصر به زر تر زره انصاف سره مخ كولې شي۔په 16م اپرېل 2022 د چين وزيراعظم لي كي كيانګ سره د خپلو خبرو حواله وركولو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې په بېلو پروژو او ادارو كښې ?? كار كوونكو چينائي وګړو په اعلٰی كچ امنيت او تحفظ باوري كولې شي۔د چين د ايكسټرنل سېكورټي كمشنر د پاكستان حكومت د اړخه د وزيراعظم نيغ په نيغه څارنې او په لارښوونه د حكومت د ترهه ګر بريد پلټنو كولو او د چين وګړو حفاظت له پورته كړي ګامونه وستائېل۔ده ووئيل ترهه ګري د پاكستان او چين په ګډه دښمن دے او دواړه د دې لعنت نه خلاصېدو له عزم لري۔هغه ووئيل د پاكستان او چين په هر ډول حالاتو كښې ??ذويراتي مرسته او همكاري په داسې وخت كښې چې كله نړيوال صورتحال نازك دے د رياستونو ترمينځه د مرستې يو غوره مثال او د استحكام ستون دے