انقره 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف س??ه د البېراك کمپنۍ پلاوي د صدر احمد البېراك په ??شر?? كښې د شورو په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم آفس م??ډي?? ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم خبر كړې شوې چې په تېر حكومت كښې د كمپنۍ ساكھ ته زيان رسولې شوې او په دوي پاكستان پرېښودو لپاره فشار اچولې شوې او د كمپنۍ وركرز د سبب نه غې?? ګرفتارولو سره په زندان كښې د ساتلو نه علاوه په دوي بې بنسټه تورونه لګولې شوي۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د افسوس مقام دې چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لاره نيولو لپاره ناوړه سازشونه شوي، تېر حكومت د تېرو حكومتونو ټولې منصوبې په سياسي دښمنۍ كښې تباه كړې۔ ده ووئيل د ټولو سرمايه كارو مسئلې حل كول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل د پنجاب وزيراعلٰې په حېث د وېسټ مېنجمنټ كمپنۍ په لوظنامه كښې مو 90 مېليونه ډالره بچ كړي٬ د کمپنۍ پلاوي د وزيراعظم شهباز شريف په ??شر?? كښې د حكومت په كاروبار دوست پاليسو د باور څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د دې ټولو مسئلو د حل باور وركولو س??ه دوي ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه