اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د نوي مالي كال لپاره د سركاري څانكې كلن پرمختيائي پروګرام (پي ا??س ډي پي)حجم 800 اربه روپۍ د مقرر كولو تجويز ور??ړے شوے ٬ 100 اربه روپۍ به د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې څرڅ كولې شي٬د پي ا??س ډي پي بجټ له په دانشمندانه توګه او د هېواد په ګټه ترتيب ور??ړے شوے٬روانو پروژو بشپړېدو ته مو زياته پام لرنه كړې٬بلوجستان زمونږ د پرمختيائي بجټ مهم هدف دے٬بلوچستان ته د نورو صوبو په مقابل كښې زيات پرمختيائي فنډز ور??ولې شي دغسې چې هلته روانې پروژې بشپړې كړې شي او نوې پروژې هم پېل شي۔د خالي په ورځ د پلان كوآرډينېشن كمېټۍ كلنې غونډې نه پس د منصوبه بندۍ سېكرټري سيد ظفر علي شاه سره پرېس كنفرنس ته وېنا كولو په مهال احسن اقبال وئيل نن په غونډه كښې د وفاقي وزارتونو او ډويژنونو استازو نه علاوه د خېبرپښتونخوا٬سندھ او بلوچستان وزيرانو او پرمختيائي څانګې افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د بجټ لپاره د كلن پرمختيائي پروګرام په اړه سفارشات د نشېنل اكاؤنټس كمېټۍ غونډه كښې وړاندې كول?? لپاره د بېلو وزارتونو٬ډويژنونو او صوبو سفارشات په تفصيل سره جاج واخستلے شو او د دې نه ترلاسه شوې فيډ بيك له مخې سفارشات ته حتمي شكل ور??ړے شو كوم به چې د جون په 8مه نېټه نېشنل اكاؤنټس كمېټۍ په غونډه كښې وړاندې كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل سږ كال د پي ا??س ډي پي حجم به 800 اربه روپۍ وي چې پكښې به 100 اربه روپۍ د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې خرڅ كېږي۔ده ووئيل نو مالي كال لپاره د پي ا??س ډي پي تشكيل اوترتيب مشكل كار ؤ ځكه چې په تېرو 74 كلونو كښې په وړومبي ځل د مالي كال په څلورمه مياشت كښې د پرمختيائي پروژ?? لپاره كوم قسط نه دې رېليز كړے شوے۔احسن اقبال ووئيل د نوې مالي كال لپاره د خزانې وزارت د پي ا??س ډي پي لپاره 700 اربه روپۍ فنډز د بېلولو نشاندهي كړې٬ په كال 2018 كښې چې كله مونږ ??كو??ت پرېښودلو نو هغه مهال زمونږ پرمختيائي بجټ نزدې 1000 اربه روپۍ ؤ ٬په څلورو كلونو كښې دا بجټ تر 2 زره اربه روپو زياتول پكار وو خو تېر كال دا حجم 500 ارب روپۍ پاتې شو كوم چې د كال 2018 په مقابل كښې 50 فيصد كم دے ٬ ده ووئېل د اولس په پرمختيائي ضروريات كښې اضافه وشوه خو د بدمرغه بجټ كم شو?? دا يو چېلنج او الميه ده۔وفاقي وزير د پي ا??س ډي پي په اړه د ??كو??ت ترجيحات ذكر كولو سره ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن په رڼا كښې د پرمختګ بنيادي ضرورتونو پشان د اوبو وسائلو ته پرمختګ ور??ول زمونږ اول ترجيح ده٬د ديامر بهاشا بند زمكې اخست?? لپاره زمونږ ??كو??ت 120 اربه روپو څه زياتې خرڅ كړې وې مونږ دا پروژه زر تر زره بشپړول غواړو۔ ده ووئېل د دې نه علاوه د اوبو وسائلو پرمختګ باوري كول?? لپاره فنډز بېلول زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي۔د اعلٰی تعليم څانګه هم د پي ا??س ډي پي ترجيحي برخه ده او د دې له مخې به د ځوانان?? لپاره په فنډز او وظائفو كښې اضافه كولې شي۔ده ووئيل بلوجستان زمونږ د پرمختيائي بجټ مهم هدف دے٬بلوچستان ته د نورو صوبو په مقابل كښې زيات پرمختيائي فنډز ور??ړے كېږي دغسې چې هلته روانې پروژې بشپړې كړې شي او نوې پروژې هم پېل شي۔ده ووئيل د پخوانۍ فاټا ضم شو?? ضلعو كښې پرمختيائي پروژ?? لپاره 50 اربه روپۍ د بېلولو تجويز دے۔دغسې د ګلګت بلتستان لپاره به هم فنډز بېلولې شي