اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په بلنه د المان خارجه وزيره اېنالينا بېئربوك د نهې په ورځ د پاكستان دوه ورځنۍ دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دورې په مهال به د دواړو هېوادونو خارجه وزيران د پلاويو په كچه په دوه اړخيزه چارو خبرې كوي۔ دا به د المان د خارجه چارو د وزيرې د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔ اېنالينا بيئروبوك به د پاكستان دورې په مهال وزيراعظم سره هم ملاقات كوي۔ بيان كښې زياته كړې شوې المان په وده اړخيزه توګه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د پاكستان د قدر وړ شراكتدار دے٬ د دواړو هېوادونو ت??مېنځه پخوانۍ په زړعه پورې اړيكې قائم دي كومې چې په شر??ك احترام او ن??دې مرسته اډانه دي٬ د دواړو هېوادونو ت??مېنځه تجارت او سرمايه کاري، توان، دفاع او د اولسي رابطو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته قوي كول خاص اهميت لري٬ پاکستان او المان په كال 2021 كښې د سفارتي اړيكو 70 كاله ??شپ?? كړي٬ دا سنګ ميل دواړو ډلو په غوره ډول لمانځلے ،په پاکستان او المان كښې يو شمېر دستورې شوې۔ د المان خارجه وزيرې د پاكستان دوره د دواړٶ هېوادونو ت??مېنځه د لوړې كچې د باقاعده تبادلو برخه ده او هيله ده چې دې سره به د پاكستان او المان ګڼ اړخيزه اړيكې لا قوي شي