اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف نيلم جهلم هائيډرو پاور منصوبه كښې د ??ني خرابۍ سخت نوټس اخستو سره امر كړے چې د نيلم جهلم هائيډرو پاور منصوبه زر تر زره بحال كړئ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د 969 مېګاٶټ برېښنا پېدا كونكې نيلم جهلم هائيډرو پاور منصوبې په ??ني خرابۍ د سخت خفګان څرګندونه كړې۔ وزيراعظم په دې اړه د يوې لوړې كچې غونډې مشري كړې چې په كښې د خرابۍ نوعيت او د بحالۍ د كار تفصيلات نه ??بر كړے شوے۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د پراجېكټ د 3.5 كلوميټر اوږد ټېل رېس واټر ټنل بندېدو له امله پاور هاٶس څخه د برېښنا پېدوار ځپلے شوے، او دغسې د بده مرغه په اوسنۍ سخته ګرمۍ كښې قامي ګرډ د 969 مېګاٶاټ ارزانې او ماحول دوسته پن برېښنا څخه محروم شوے۔ وزيراعظم د پېښې نوټس اخستے او اړوندو چارواكو ته ئې امر كړے چې د پېښې په سمدستي توګه د نړيوالو ??ستندو ادارو څخه انكوائري سره سره د پلانټ د بحالۍ كار زر تر زره بشپړ كړئ۔ ده په دې لړ كښې د ټولو ترلاسه وسائلو ??ارولو سره اولس ته زر تر زره ريليف وركولو ????ار?? هم احكامات جاري كړي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په پرمختيائي كارونو كښې سپېځلتيا او معيار باوري كولو ????ار?? كمپنيز پري كواليفيکيشن او د تھرډ ??ار??ۍ مانيترنګ اېنډ ايويليوايشن موثره نظام رواړوو۔ په غٶنده كښې د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسي،د توان وزير انجينئيرخرم دستګير، د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه او اړوندو لوړ پورو ګډون كولو