واشنګټن 20 جولائي (اے پي پي﴾ د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي ??زير ا??سن اقبال د شورو په ورځ د امريكې د تجارتي او كاروباري چارو ځانګړي استازيے دلاور سيد سره په واشنګټن كښې مل??قات كړے. وفاقي ??زير د دورې په مهال د كانګرېس غړو او سناتورانو سره هم جلا جلا مل??قاتونه كړي دي. د واشنګټن څخه جاري شوي بيان له مخې وفاقي ??زير د كانګرېس غړي رېنډي وېبر، شيلا جېكسن او ليزا مېك لېن سره جلا جلا مل??قاتونه كړي دي. ده په د?? موقع سېنېټر شېروډبراٶن او سېنېټر كرس ون هولن سره هم مل??قات كړے. د مل??قاتونو په مهال وفاقي ??زير ا??سن اقبال د پاكستان او امريكې د اړيكو په مستحكم كولو زور راوړے او د تعليم، روغتيا، كركيلې، ټېكنالوجې، آئي ټي او ماحولياتو په څانګو كښې ئې د مرستې په زياتولو خبرې كړې دي. ده ووئيل چې پاكستان او امريكا په نړيوال او سيمه ايز امن كښې شراكت دار دي. د منصوبه بندې وزير د مل??قاتونو په مهال د مقبوضه جمو و كشمير صورتحال او د هندي ځواكونو لخوا د كشميري اولس د حقونو څخه سرغړونې په ډاګه كړې. ده ووئيل چې امريكا، نړيواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې دې د صورتحال نوټس واخلي.