اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وزارت د محرم په مهال په صوبائي حكومتونو٬آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سول آرمډ فورسز تعينا?? كولو پريكړه كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان په مشرۍ كښې د محرم په مهال د امن او امان په اړه د كورنيو چارو وزارت كښې خاص غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر٬داخ??ه سپېشل سېكرتري٬د پنجاب چيف سېكرټري او د اېف سي كمانډنټ ګډون كولو۔دغسسې ا سلام آباد چيف كمشنر٬د اسلام پوليس ډي آئي جي آپرېشن او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو استازو هم غونډه كښې ګ??ون كولو۔په غونډه كښې د څلورو صوبو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پوليس آئي جي او سېكرټري هوم د وېډيو لنك د لارې ګ??ون وكړو۔په غونډه كښې ??ه محرم كښې امن او امان باوري كولو او مجلسونو او جلوسونو امنيت په اړه مهمې پريكړی وشوې۔د امنيتي صورتحال څارنې لپاره به ?? كورنيو چارو په وزارت كښې ??نټرول روم جوړولے شي۔د جلوسونو لارو لپاره به ??اص امنيتې ډلې جوړولې شي۔په سوشل مېډيا د كركجنو موادو به ??خته څارنه كولې شي۔په غونډه كښې د مجالس وختونو په مهال په 9م او 10م محرم په ورځ د لوډشېډنګ نه كولو سفارش هم شوے ۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل د محرم په مهال به ??من او امان په هر صورت باوري كولې شي۔ده ووئيل د خلاف ورزۍ كوونكو په ضد به قانون نافذ كونكې ادارې سخت ايكشن اخلي۔