اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء الله وئيلي دي ښځينه مجسټرېټ٬ آئي جي او ډي آئي جي پوليس ته په دړكه وركولو به قانون سره مخ كېږي٬ عمران خان دړكه وركړې ده، ټولې نړۍ نېغ په نېغه ليدلي٬ اوس دې قانون ته مخامخ كېدو له چمتو شي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل عمران خان له به د سركار په كار كښې په مداخلت او دړكو قانون له ځواب وركول وي۔ ده ??وئيل د بشري بي بي او د فرح ګوګي د کرپشن چې خبره وكړې شي نو عمران خان ته اسلامي ټچ ورياد شي۔ داخله وزير ووئيل كه په قانون عمل ونه كړې شو نو پاكستان به ځنګل جوړ شي، د بغاٶت په لمسه كولو به دوي تخښتې ته نه پرېږدو۔ ده ??وئيل داسې نشي كېدې چې د شهيدانو توهين وكړي٬ د بغاوت لمسه وكړي او بيا په اسلام آباد كښې رياستي رټ هم چېلنج كړي۔ رانا ثناء الله ووئيل دا رويه په هېواد كښې د ا??تها پسندۍ او د ترهګرو د ډاډګيرنې سبب جوړېدې شي٬ كاروائي لازمي ده۔