اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شري?? د ??هې په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره قطر ته روان وے ۔د وزيراعظم آفس ميډياونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د 23م نه تر 24م اګست د قطر په دوه ورځنۍ دوره د اسلام آباد نه دوحه ته روان شوے۔ وزيراعظم د اميرقطرشېخ تميم بن حمد الثاني په بلنه د قطر دوره كوي۔ وزيراعظم د قطر دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت٬ سرمايه كارۍ او سيمه ايز امن لپاره د دواړو هېوادونو د مرستې ودې لپاره د اهميت وړ ده۔ د چوكۍ ??نب??الولو نه ??س دا د وزيراعظم د قطر وړومبنۍ دوره ده چې ورسره به پاكستان كښې د زراعت، د تجديد وړ توان٬ هوابازۍ، انفراسټرکچر، سېلګرۍ، لائف اسټاك، د خوراكي توكو برآمدي صنعت او په نورو څانګو كښې د قطر سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شي