اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی) پاك هوائي ځ??اك د سېلاب ځپليو مسئلو څخه ښه خبر دې او د دوئي طبي مرستې او بحالۍ لپاره په روانو هڅو كښې هره ممكنه مرسته كوي۔ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې پاك هوائي پوځ د خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب سېلاب ځپلو سيمو كښې د طبي مرستې رسولو او ?? بحالۍ په عمل كښې د سول انتظاميې بشپړه مرسته كوي۔ اعلا??يه كښې وئيلې شوي چې د پاك هوائي ځ??اك ميډيكل كلې??شن پوائنټس د اوبو د لاسه د پېدا كېدونكو رنځونو په تشخيص كښې بوخت دي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال اټھل، لاکھړا، مټیاری، شهداد کوټ، صحبت پور، قلعه عبداللہ، فاضل پور، جھل مګسی، حاجی پور، بستی شېر م??مد او د بستی جاګیر ګبول په شمول يو شمېر لرو پرتو سيمو كښې ضرورتمندو كورنيو ته د مرستې سامان وركړې شو په كوم كښې چې د خوراك 17740 پاكټونه ٬ 207 د اوبو بوتلې او د خشك راشن 1350 پاكټونه شامل دي۔ د پاك هوائي ځ??اك په فيلډ ميډيكل كېمپونو كښې مېډيكل ډلو د 400 رنځورانو وېړيا طبي معائنه وكړه۔ اعلا??يه كښې وئيلې شوي چې د مرستې دا روانې هڅې د پاك فضائيې د دې عزم عملي ثبوت دې چې هغه د ضرورت په وخت كښې د خپل اولس خذمت او مرستې له چمتو ده