اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اکرم دراني وئيلي دي چې د پېغمبر علېه السلام ژوند ټول کائنات لپاره د لارې مشال دے په كوم عمل كو??و سره چې مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابي ترلاسه كولې شو او هغه د ټولو لپاره د رحمت سرچينه ده چا چې انسانیت د جهالت له تیارو څخه راوویست او د انسانیت لوړو پوړو ته يۍ ورسولو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي د ميلاد النبي په موقع وكړه كومه به چې د اكتوبر په نهمه نېټه ډېر مذهبي جوش او جذبې سره نم??نځ??ې شي۔ سپیکر په دې موقعه اسلامي نړۍ ته مبارکي وركو??و سره ووئيل د نبي كريم (ص) ژوند مبارك د ټول انسانیت د پرمختګ او لارښوونې سرچینه ده۔ ه??ه ووئیل د رسول كريم (ص) د سنتو پېروی كو??و سره مونږ د خپلو ټو??و ستونزو حل لټولې شؤ۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د انصار په ډول د جذبې څرګندونې ته اړتيا ده۔ ده په دې طبيعي آفتونو كښې پروردګار ته د رجوع كولو او د نبي كريم (ص ) په لارښوونو د عمل كولو په حاجت زور راوړو۔