اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره په پاکست??ن كښې د چين سفير نونګ رونګ د ګل په ورځ ليد??ي دي ٬ د ملاقات په مهال د توان او برېښنا په منصوبو د شريكې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سي پېك له ??خئ په روانو منصوبو خبرې وشوې۔ وفاقي وزيرې د دې خبرې پخلے وكړو چې د سي پېك بنيادي مقصد پاكست??ن كښې صنعتي څانګې ته وده وركول دي او د خاص اقتصاادي زونز كاميابۍ لپاره د چين مرسته د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل پاكستان به د دې زونز بشپړتيا لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي۔ د چين سفير د حکومت په خاص توګه د وفاقي وزير احسن اقبال د هلو ځلو ستائنه وكړه او په ټولو څانګو كښې د مرستې جاري ساتلو ع??م ئې وكړو