اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) صدرمملکت ډاکټرعارف علوي بهر هېوادونو كښې په مېشته پاکستانيانو زو?? راوړے چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې په زړه پوري برخه واخلئ او خپل علم ٬ پوهه او تجربه پكار راولئ ،ا د ٓن لائن پليټ فارمز له امله خپل علم نورو ته ورسول زيات آسان شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د قدر وړ خذمات ترسره كولو په اعتراف كښې يوې دستورې ته وينا كښې كړې ۔په دستوره كښې د ويلفيئر سوسائټي فار اوورسيز پاکستانيز رائټس چيئرمېن داؤد غزنوي او ګڼ شمير نوموړو پاکستانيانو ګډون وكړو۔دستورې ته خپله وينا كښې صدر ووئيل پاکستان تعليم يافته ، تربيت يافته او اعليٰ پيداواري انساني وسائل ته اړتيا لري كوم چې د هېواد پرمختګ او سوكالي باوري كولو لپاره بنيادي عنصر دے۔ده په ټولو اړوندو ډلو ، حکومت او نجي څانګه زو?? راوړو چې پيداوراري انساني وسائل څخه استفادې کولو لپاره ښه چاپيرچل پيدا كولو له كوټلي ګامونه پورته كړي، په ماضي كښې د تربيت يافته افرادي قوت کمي له امله د هېواد جسماني وسائل نه دې كارولې شوي چې ورسره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ باندې منفي اثر پ??يوتے۔ ده ووئيل زه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د ووټ حق ترلاسه كولو له هڅي كوم كوم چې د ټيکنالوجي او آئي ووټنګ له امله آسانۍ سره ممكن شوے ۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د هغه هېوادونو د قوانين له امله پوسټل بيلټ ترلاسه كولې نشي او نه هغوي له خپل ووټ اچولو لپاره پاكستان ته راتلل ممكن دي ، دې لپاره د باور وړ تصديق شوے او په ټيکنالوجي اډانه اليکټرانك ووټنګ نظام ښه ممکن حل دے۔ده ووئيل نړۍ د ټيکنالوجي په مرسته تندۍ سره پرمختګ كوي دغسې د بده مرغه زمونږ هېواد ټيکنالوجي كښې ډير شاته پاتې شوے ۔ده په اړوندو ډلو زو?? راوړو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو له د ووټ حق وركولو لپاره په ټيکنالوجي اډانه سلوشنز باندې عمل وكړي۔ده ووئيل د بهر مېشته هېوادونو پاکستانيان د خپلو بچو لپاره سماجي او كلتوري ماحول لپاره هېواد ته د راتللو او دلته د مېشته كيدو رجحان زياتيږي كوم چې خوشبينه دے ۔ د ويلفيئر سوسائټي فار اوورسيز پاکستانيز رائټس چيئرمېن داؤد غزنوي ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانيانو په کاميابو جشن لمانځلې كېږي او د هغوي د قدر وړ خذمات اعتراف کېږي۔ صدر مملکت په بيلو څانګو كښې ښه مقام ترلاسه كوونكو اوورسيز پاکستانيانو له ايوارډز ه?? وركړل۔