اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پاكستان ته په راتللو د انګلېنډ کرکټ لوبډلې هرکلې کړې او ويلي يې دي چې په پاکستان کښې د کرکټ جنون دے ٬ ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان خلک کرکټ سره څومره زياته مينه لري۔ دې دا خبره تيره ورځ د برطانيې هائي كمشنر كرسچن ټرنر لخوا د پاكستان او انګلستان كركټ لوبډلو په درناوي كښې وركړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا دستوره كښې وكړه۔ د مېلمستيا په دستوره كښې د انګلېنډ كركټ لوبډلې مشر بین اسټوکس او د پاكستان كركټ لوبډلې مشر بابر اعظم د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره ملاقات وكړو۔ په دې ??هال خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه 17 كاله پس په تاريخي سيريز پاكستانې اولس زيات خوشحاله دے۔ دې ??وئيل پاكستان نړيوال كركټ لپاره غوره او محفوظ ځائې دې ?? حكومت د انګلېنډ كركټ لوبډلې ته بشپړ امنيت وركوي۔ وفاقی وزیرې په دې ??روستيو كښې په ټي ټونټي ورلډ كپ كښې د پاكستان او ا??ګې??ډ ل??بډلو غوره كاركردګي وستائله۔ په دې ??وقعه د برطانيې كركټ لوبډلې اسټوكس په زړه پورې مېلمستيا د پاكستاني اولس مننه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت امنيت لپاره د اطمينان وړ انتظامات كړې دي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرؤ چې يوه ښه لوبه وړاندې ??ړؤ۔ د پاكستانۍ كركټ لوبډلې مشر بابر اعظم د انګلېنډ ل??بډلې ته هركلې ووې او غوره لوبه وړاندې ??ولو له يۍ د خپل عزم څرګندونه وكړه۔