اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) صدر مم??کت ډاكټر عارف علوي سينګال سره د تجارت ٬ معيشت او زده كړو په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حا??ت زور راوړلو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونه شر??كو ګټو لپاره دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي اړ??كو ته د ودې وركولو بشپړه صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده سينيګال لپاره د پاكستان نوم??لې شوې سفير صائمه سيد سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ صدر مم??كت ووئيل پاكستان سينيګال په لوئيديزه افريقا كښې مهم هېواد ګڼي او غواړي چې دغې هېواد سره دې دوه اړخيزه اړيكې زياتولو له كوټلې هڅې وكړې شي۔ ده په نوم??لې شوې سفير زور راوړو چې هغه دې د دواړو هېوادونو ترمينځه په وزارتي كچه د دوه اړخيزه تبادلو انتظاماتو له كار وكړي۔ صدر مم??كت د پاكستان او سينيګال ترمينځه د زده كړو په څانګه كښې د مرستې په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل چې دا مهال 8000 غېر ملكي زده كوؤنكي د ورچوئل یونیورسټی آف پاکستان په بېلو پروګرامونو كښې زده كړې ترلاسه كوي او د سينيګال زده كوؤنكي هم د ورچوئل یونیورسټی او علامه اقبال اوپن یونیورسټی آن لائن او فاصلاتی تعلیم څخه ګټه پورته ك??لې شي۔ صدر مم??کت نوم??لې شوې سفيرې ته دا هم ووئيل چې هغه دې د هند اقليت مخالف او مسلم دښمن ??الېسيو سره سره د څو لسيزو څخه په مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند ترهګري هم په ډاګه كړي۔