اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ پرمختګ ٬ سوكالۍ او په قامي ګټه كښې بشپړه مذاكرات كولو له چمتو يؤ٬عمران خان د حكومت ختمېدو تور په امريكا ولګولو او اوس ترې مرسته غواړي٬ په نړۍ كښې يو تورن ع??ال?? ته وړاندے كېدو څخه انكار نه كوي خو يو څو او??يو څخه دا ليدلې شي چې عم??ان خان ع??ال??ونو ته وړاندې كېدو څخه انكار كوي او په صفايۍ كښې ددې يو شمېر سببونه ذكر كوي۔ ده د جمعې په ورځ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره په ګډه غېر ملكي ميډيا ته د سياسي وضعې په اړه بريفنګ وركولو۔ د دفاع وزير ووئيل زمونږ حكومت يو كال بشپړ كوؤنكے دے او دا حكومت د آئيني اقدام له مخې راغلے دے خو د دې اقدام مخنيوي له د عم??ان خان د دغه وخت حكومت بېلې غېر آئيني لارې خپلې كړې په كومو كښې چې صدر مملكت او د قومي اسمبلۍ سپيكر هم شامل وو٬ د شپې په وخت د اسمبلۍ تحليل كولو پرېكړه س??ريم كورټ وكړه او نن زمونږ حكومت دے۔ ده ووئيل عم??ان خان د تحريك عدم اعتماد څخه وروستو غېر قانوني ګامونه پورته كړل٬ سپريم كورټ راوړاندې كېدو سره آئين بچ كړو۔ ده ووئيل د عم??ان خان سياسي سفر سائفر څخه پېل شو او نن شيریں مزاري امريكا ته خط ليكلې دې چې پاكستان كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي او په نورو يو شمېر مسئلو يۍ بحث كړے دے۔ ده ووئيل عم??ان خان ع??ال?? ته ګاډي كښې راځي او د خپلې ډلې د لارې په ع??ال??ونو بريد كوي۔ كله هم چې ع??ال?? ته وړاندې كېږي نو دړكې وركوي او په ع??ال??ونو فشار اچوي او كله چې پوليس د ده ګرفتارۍ له د ده كور ته لاړو نو په هغوي ډزې وكړې شوې٬ په دغه مهال 70 نه تر 80 پوليس افسران ژوبل شول۔ داسې دې نه وړاندې كله هم نه دي شوي۔ ده ووئيل د عم??ان خان په دور كښې د مسلم ليګ نزدې ټوله مشرتابه ګرفتار كړې شوه٬ زمونږ لارښود ګرفتاري وركړه او دې لپاره هغه سره د خپلې لور برطانيې څخه راغلو٬ د موجود وزيراعظم ځوے ٬ وراره ګرفتار كړے شو لېكن هېڅ مزاحمت ونكړے شو٬ زه ګرفتار كړے شوم او نزدې 6 مياشتې په زندان كښې وساتلے شوم۔ زما كورودانې نزدې 3 كاله ع??ال??ونو ته وړاندې شوه۔ د عم??ان په دور كښې چې اپوزيشن څنګه انتقام سره مخ كړې شو داسې په كوم جمهوري دور كښې نه دي شوې۔ ده ووئيل سياستدانان په س??لۍ كړې شول ٬ ذوالفقار علی بھټو په س??لۍ كړې شو كوم چې يو ع??ال??ي قتل وو ٬ بېنظير ترهګرو شهيد كړه٬ نواز شريف درې وارې حكومت څخه ووېستلے شو خو كله هم نواز شريف د قانون خلاف ورزي نه ده كړې۔ مونږ كله هم دا ډول مزاحمت نه دے ليدلې كوم چې د يو څو او??يو څخه كېږي۔ خواجه آصف ووئيل مونږ ته احساس دے چې د عدم اعتماد څخه وروستو د حكومت په اخستو مونږ ته س??اسي زيان رسېدلے دے او مونږ يۍ قيمت پورته كوؤ۔ ده ووئيل مونږ دغه وخت اسمبلي تحليل كولو سره د ټاكنو كولو آپشن لرلو خو آئي اېم اېف سره مذكرات روان وو او د هغوي شرطونه عبوري حكومت ترسره كولې نه شول كوم چې يو ټاكلې حكومت ترسره كولې شي۔ مونږ ته معلومه وه چې سياسي نقصان به وشي بياهم مونږ حكومت روان وساتلو او نن هم مونږ د صورتحال انتظام كولو هڅه كوؤ۔ ده ووئيل د مسائلو حل له په بشپړه مذاكراتو باور لرؤ۔ ده ووئيل عم??ان خان يو مايوسه سړے دے۔ ده هيله ولرله چې راروانو څو او??يو او مياشتو كښې به كه پاك پروردګار ته منظور وي حالات ښه شي۔