اسلام آباد۔26مئ (اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا ت??وير حسېن وئيلي جي چې ځوانان د هېواد او قوم اثاثه ده حكومت به دوئي ته آسانۍ وركولو له ټولې ممكنه هڅې روانې ساتي۔ ده د وزیراعظم وهیل چیئر اسکیم په لړ كښې د هائير اېجوكېشن كمېشن ترسېوري لاندې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كولو۔ په دستوره كښې د سكيم درېم او وروستي پړاؤ كښې د بېلو زده كوؤنكو 37 زده كوؤنكو ته وھيل چيئر وركړې شول۔ په دې مهال د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد د وزیر اعظ?? الېکټرک وھیل چیئر اسکیم په پس منظر رڼا واچوله۔ ده ووئيل دا ??رو??رام ??ه كال 2017 كښې پېل كړے شو۔ ده ووئيل د دې ??رو??رام ??ه راروان پړاؤ كښې به سماعت او بصارت څخه محرومه زده كوؤنكو ته ضروري آلات وركولې شي۔ د پرانستې خپلو كلماتو كښې د اېچ اي سي اي ډي ډاكټر شائسته سهېل ووئيل په 2017 كښی د پېل شوي سكيم په اولني پړاؤ كښی 206، په دويم كښی 159 او په درېم او وروستي پړاؤ كښی 240 وھيل چيئرز زده كوؤنكو ته وركړې شول۔ په دې موقعه الېكټرك وهيل چيئرز ترلاسه ??وؤنكو زده كوؤنكو خپلو څرګندونو كښې د وھيل چيئرز وېش دې سكيم ستائنه وكړه۔