اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو وزا??ت الېکټرانک، پرنټ او ډیجیټل میډیا ته د جاري اشتهارونو په مد كښې د ادائیګو تفصيلات جاري كړي دي۔ ?? اطلاعاتو وزارت جولائی 2021 څخه تر جون 2022 ﺀ د 2 اربه 47 کروړه 50 لکه 53 زره 713 او جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د اشتهارونو په مد كښې د 2 اربه 93 کروړه روپو ادائيګۍ وكړې او جولائی 2022 څخه تر جون 2023 وفاقی وزارتونو او محکمو پرنټ والېکټرانک میډیا ته د 98 کروړه 73 لکه 18 زره 74 روپو ادائيګۍ وكړې۔ د زيارت په ورځ د اطلاعاتو وزارت لخوا د جاري شوي بيان لمخې کسان پیکیج، یوتھ پروګرام، بی آئی ایس پی، قومی ورځو او غېر ملكي دورو سره اړوند ميډيا مهمات هم چلولې شي۔ ?? اطلاعات وزارت لخوا په ??لاسیفائیډ او ان کلاسیفائیډ (ډسپلے) کیټیګریز كښې اشتهارونه جاري كولې شي۔ وزارت ووئيل چې پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ د 437 وفاقی محکمو او ادارو د اشتهارونو بلونو په ادائيګۍ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ??یان كښې وئيلې شوي دي چې جولائی 2021 څخه تر جون 2022 د پی ټی آئی حکومت د جاری كړې شويو اشتهارونو په مد كښې د پی ډی اېم حکومت په دور كښې د 2 اربه 47 کروړه 50 لکه 53 زره 713 روپو ادائيګۍ وشوې او جولائی 2022 څخه تر جون 2023 وزارت د جاري كړې شويو اشتهارونو په مد كښې د 2 اربه 93 کروړه روپو ادائيګۍ وكړې۔ دغسې جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د پی ډی ایم حکومت په دور كښې وفاقي وزارتونو او محكمو پرنټ والېکټرانک میډیا 98 کروړه 73 لکه 18 زره 74 روپۍ د اشتهارونو په مد كښې ادا كړې۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پرنټ، الېکټرانک، ډیجیټل میډیا، آؤټ ډور میډیا لخوا د پي ډي اېم حكومت په دور كښې د اطلاعاتو وزارت ته د 2 اربه 74 کروړه 11 لکه 4 زره 91 روپو بلونه ترلاسه شول۔ دا بلونه جولائی 2021 څخه تر جون 2022 د جاري شويو اشتهارونو په مد كښې ترلاسه شول ٬ د دې بلونو په مد كښې 2 اربه 47 کروړه 50 لکه 53 زره 713 روپۍ ادا كړې شوې۔ دغسې جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د اطلاعاتو وزارت ته د اشتهارونو په مد كښې د 3 اربه 97 کروړه 25 لکه 55 زره 654 روپو بلونه ترلاسه شول ٬ د دې بلونو په مد كښې 2 اربه 93 کروړه روپۍ ادا كړې شوې۔ دغسې جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د نورو وفاقی وزارتونو/محکموں او ادارو اشتهاری مهم لپاره د 1 ارب 86 کروړه 21 لکه 46 زره 890 روپو بلونه ترلاسه شول او د 98 کروړه 73 لکه 18 زره 74 روپو ادائيګۍ وكړې شوې۔ د اطلاعاتو وزارت ووئيل دا ټولې شمېرې په پبلك ډومېن كښې موجود دي۔