بیجنګ 28 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو د پاکستان پشمول پرمختګ كوونكو هېوادونه له د پرمختګ نوې موقعې وركوي،دا من??وبه د پاکستا?? او چین اړيكو يو غوره باب دے۔ دا خبره ده د چین دورې څخه هېواد ته د راستنيدو په موقع د چائنه میډیا ګروپ اردو سروس سره خبرو اكښې وكړه۔ نګران وفاقی وزیر د بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو (بی آر آئی) 10مې سالګرې په موقع د چین حکومت او اولس له مباركي وركړه۔ د بی آر آئی فلیګ شپ من??وبې سی پیك په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا من??وبه د پاکستا?? او چین اړيكو يو غوره باب دے، سی پیك د پاکستان د توان ، انفراسټرکچر او مواصلات په څانګو كښې په زړه پورې سرمایه کاري رامخې ته كړې چې ورسره د پرمختګ او روزګار نوې موقع راپیدا شوې۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پاکستا?? او چین ترمينځه به اړېكې لا مستحکمې شي۔ ده ووئيل پاکستان د سی پیك يو نوې دور ته داخلېږي كوم كښې چې د ایم ایل ون په شان نوې من??وبې رواني دي۔ده ووئيل دا من??وبه به د پاکستان ریل سروس لپاره كاميابه من??وبه وي او دې سره به د روزګار او پرمختګ نوې موقعې معارفي شي۔ نګراں وفاقی وزیر دا باور څرګند كړو چې اکتوبر كښې د پاکستان اعلیٰ قیادت د چين دورې په مهال به د دواړه هېوادونو ترمينځه د اړيكو يو نوې دور پيل شي۔ ده ووئيل د بدلې شوې نړيوال سیاسی من??ر نامې باوجود د پاك چین اړيكې د وخت سره سره ښې كېږي