اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د پولیو ختمولو نړيواله ورځ هر كال د اكتوبر په 24 مه نېټه لمانحلې شي۔ ددې ورځې مناسبت سره د اتوار په ورځ د پوليو په اړه اولسي شعور بېدارولو له واك وكړے شو۔ په واك كښې د روغتيا وزارت چارواكو ٬ زده كوؤنكو ٬ سول سوسائټۍ ٬ د پاكستان پوليو پروګرام مشرتابه ٬ د روټرټري ٬ ډبليو اېچ او ٬ يونېسف او بي بي اېم جي اېف په څير د پوليو ختمولو ادارو په سوونو كسانو ګډون وكړو۔ نګران وفاقي وزير نديم جان ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې ووئيل ماشومان زمونږ سباؤن دي او حكومت به دا خبره باوري كولو كښې كوم كمې ??ه كوي چې پوليو د دوئي صحت لپا??ه خطره جوړه نه شي۔ ده ووئيل 5 كالو څخه كم عمر لرونكې ماشوم دا صلاحيت نه لري چې هغه كوم دړد محسوسوي هغه څرګند كړي خو دا ډېر تكليف و??كؤنكے رنځ دے۔ د ډبلیو اېچ او کنټری استازي ووئيل د پاكستان هر كور ته رسېدونكي د فرنټ لائن هېلت وركر سره دلته واك كښې په ګډون ماته ډې??ه خوشحالي شوې۔ دا يو ښه كار دے۔ مونږ د تاريخ انساني دويم رنځ ختمولو له كار كوؤ۔ د پوليو مخنيوي نېشنل ایمرجنسی آپرېشن سنټر کوآرډینیټر ډاکټر شهزاد بېګ د ګډون كوؤنكو مننه وكړه او د پوليو ختمولو كښې يۍ د پاكستان په پېش رفت رڼا واچوله۔