پېرس۔28اکتوبر(اے پی پی) د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونې له د كشمير تورې ورځې په موقعه په فرانس كښې د پاكستان د سفارتخانې تر انتظام لاندې د كشميرې تورې ورځې په موقعه په پاكستاني سفارت كښې يو خصوصي سيمينار وكړے شو۔ په دې موقعه د پاكستاني صدر ٬ نګران وزيراعظم او خارجه وزير پېغامونه ولوستلې شوو او دې څخه وروستو يو دستاوېزي فلم وښودلې شو په كوم كښې چې د كشميري وګړو په ناوړه حالت رڼا واچولې شوه۔ سيمينار ته خطاب كوؤنكو د كشمير مسئلې په بېلو قانونو اړخونو رڼا واچو??ه۔ د پاكستاني سفارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز لمخې دوئي د 5 اګست 2019 يو اړخيزه هندي اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ګر??ولو سره غوښتنه وكړه چې هندي حكومت بايد دا بېرته واخلي۔ په د موقعه خپل خطاب كښې سفير عاصم افتخار ووئيل 27 اکتوبر 1947 كشميري اولس لپاره تر ټولو زياتو تيرو ورځو كښې يوه ورځ وه۔ ده ووئيل د نړيوالې ورو??لۍ ذمه واري ده چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د روانې ترهګرۍ او د بشري حقونو خلاف ورزيو بندولو له په هند زور راوړي او كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د منصفانه او بې پرې ټاكنو جمهوري تګلارې د لارې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې د خپل سباؤن په خپله د پرېكړې كولو موقعه وركړي۔ په سیمینار كښې ګډون كوؤنكو مېلمنو د عكسي نندارتون دوره هم وكړه د كوم خاص اهتمام چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال رامخې ته كولو له شوے وو۔