اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی) د غېر ملكي تاركين وطن خپلو هېوادونو ته ستنول دې د قانون له مخې په عزت سره باوري كړې شي٬ څوك چې قانون ماتوي د هغوي په ضد بايد كارروائي وكړې شي ٬ څوك چې قانوني دستاوېزات لري هغه دې تنګ نه كړې شي۔ د ګل په ورځ د سېنېت په غونډه كښې سېنېټر سردار محمد شفیق ترین، سېنېټر طاهر بزنجو او سېنېټر حاجی هدایت اللہ د اف??ان كډوالو بېرته تللو سره په اړوند تحريك بحث كښې برخه اخستلو سره سېنېټر شفیق ترین ووئيل اف??ان كډوالو ته بېرته ستنېدو له ډېر كم ??خت وركړے شوے دے بېرته تللو سره به دوي ډېرو ستونزو سره مخ شي۔ دوئي ووئيل په بلوچستان كښې د معدنيات او كركيلې په څانګو كښې هم دا اف??ان كډوال كار كوي ٬ ددوئي بېرته تللو سره به كاروباري هلې ځې اغېزمنې شي۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل پاكستان او اف??انستان يو بل سره پخوانۍ اړيكې لري ٬ د دواړو داخلي چارې يو بل اغېزمن كوي ٬ پاكستان دا مهال امنيتي چېلنجونو سره مخ دې ٬ كه په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو ستنولو پرېكړه شوې ده نو دا كومه غلطه خبره نه ده٬ په ګرده نړۍ كښې داسې كېږي٬ مونږ له به اف??ان وروڼو سره د خېر ??ګالۍ جذبه زياتول وي او د حكومت د دې پرېكړې په روانه پروپېګنډا به مسترد كول وي۔ سېنېټر عبدالغفور حیدری ووئيل د تاركين وطن حوالې سره دې قانوني تقاضې ترسره كړی شي او د سياسي ګوندونو آل پارټیز كنفرنس دې راوبللې شي۔ په تحريك سېنېټر عابدہ محمد عظیم، سېنېټر دلاور خان، سېنېټر مولانا فیض محمد، سېنېټر ډاكټر همایوں مهمند، سېنېټر عمر فاروق او سېنېټر کامران مرتضیٰ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔