لاهور 27 نومبر (اے پي پي) د م??هبي چارو وفاقي سېكتر او د م??روكه وقف املاك ب??رډ چيئرمېن ډاكټر عطا الرحمن وئيلي دي چې بابا ګورو نانك ديو جي په منطقه كښې د انقلابي سوچ بنياد اېښې٬ ياتريانو ته به تل مينه ترلاسه كوي٬ پاكستان هغه مقدس هېواد دې چرته چې د انسانيت محسن بابا ګورو نانك ديو جي سترګې غړولې وې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ننكانه صاحب كښې د بابا ګورو نانك ديو جي 554مې ??ېږېدنې ورځ په موقع وكړه۔ ده ووئيل چې په ننكانه صاحب كښې د بابا ګورو نانك ديو جي وركوټوالې تېر شوے ٬ دلته زلمے شوے او هم دې ځايې څخه يۍ د ذات پات د غېر انساني نظام خاتمې لپاره ټول عمر هڅې وكړې ځكه چې په دې منطقه كښې ھغوي د داسې انقلابي سوچ بنياد اېښې كوم چې انسانانو ته د برابر درجه وركولو لاره مستحكم كړې