اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې پاکستان د پوليو سرويلنس حساس ترين نظام لري ٬ پوليو پروګرام په هېواد كښې هر ځائ د وا??رس مخنيوي لپاره چمتو دے ٬ د پاکستان پوليو پروګرام له مخې د صحت قامي اداره كښې جوړ د پاكستان پوليو لېب كوم چې د صحت د نړيوالې ادارې ريجنل ريفرنس لېب هم دے له مخې د پېنډۍ په صفدر آباد سيمه كښې په لسم اګست اخس??ې شوې ماحولياتي نمونو كښې پوليو وا??رس موجود دي كوم چې په جنياتي توګه په ??فغ??نستان كښې موجود وا??رس سره تړون لري٬ سږ كال دا پېنډۍ څخه دوېمه مثبت ماحولياتي نمونه ده د دې نه وړاندې په جولائي كښې سرائے كله څخه اخس??ې شوې نمونو كښې وا??رس موندلے شوے وو او ھغه هم په جنياتي توګه د ??فغ??نستان وا??رس سره تړون لرلو۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحول كښې د پوليو وا??رس موجودګي د تشويش وړ ده ځكه چې وا??رس كوچنيانو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل كوچنيان د معذورۍ نه ساتلو لپاره موثره طريقه واكسين دے٬ مور پلار دې دا خبره باوري كري چې د دوي ماشومانو ته د پوليو واكسين يو شمېر خوراك ترلاسه شي دغسې چې د پوليو وا??رس څخه د دوي تحفظ وشي۔ په دې موقع د نېشنل ا??مر??نسي اپرېشنز سنټر کوآرډينيټر ډاکټر شهزاد بېك هم موجود ٶ۔