اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د الېكشن كمېشن چيف کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې د ??مع?? په ورځ مشاورتي غون??ه شوې چې پكښې د الېكشن كمېشن غړو نه علاوه د كمېشن لوړ پورو هم ګډون كړې۔ الېکشن کمېشن سياسي پارټو سره مشاورتي عمل لپاره پاکستان مس??م ليګ (ن) رابللے ٶ٬ په غونډه كښې احسن اقبال، راناثناء الله، زاهد حامد، اعظم نذير تارړ، عطا الله تارړ او اسد جونېجو ګډون كړې۔ په دې موقع د پاکستان مس??م ليګ (ن) پلاوي الېكشن كمېشن ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې سي سي آئي د مردم شمارۍ نتيجې او د دې اشاعت په اتفاق رائے سره منظور كړے او ټولو سياسي ګوندونو دا لوظ ??ړې ٶ چې د كال 2023 انتخابات به په نوې مردم شمارۍ كښې كېږي٬ د الېکشن کمېشن لخوا جاري ??ړې شوې د حلقه بنديو شېډول د آئين او قانون له مخې دے٬ پلاوې تجويز وړاندې كړو چې د انتخابي فهرستونو تجديد عمل هم حلقه بنديو سره سره پكار دے دغسې چې د حلقه بنديو او د انتخابي فهرستونو د تجديد عمل په يو پړاٶ كښې ترسره ??ړې شي او د انتخاباتو په تابيا كښې تاخير ونه شي۔ په دې موقع پلاوي تجويز وړاندې كړو چې په ضابطه اخلاق مشاورتي عمل بيا پكار دے٬ بايد په كركه ايز تقريرونو بنديز ولګي او د كانديدانو خرڅونه كمولو سره يوازې د پوسټر او سټكر بايد اجازه ور??ړې شي۔ د دې نه علاوه ميډيا كمپائن هم د پارټۍ لخوا پكار دې ك??نديدانو له د خپل ميډيا كمپائن چلولو اجازه وركول پكار نه ده۔ په دې موقع چيف الېكشن كمشنر پلاوي له باور وركړو كمېشن به په لنډه موده كښې د حلقه بندو او اتنخابي فهرستونو د تجديد كار يو ځائ بشپړولو سره سره ټولې چارې ترسره كړي كړي۔