اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي د اسرائيل په غزه كښې په بې ګناه وګړو جارحيت د قبلولو وړ نه دے، نړيواله ورور??لي او ملګري ملتونه دې په سمدستي توګه جنګ بندۍ لپاره موثره اقدامات وكړي۔ د جمعې په ورځ سپيکر په اسلام آباد كښې د فل??طي?? سفارت دوره كولو سره سفير احمد جواد ربيع سره وليدل او مظلومو فل??طي??يانو سره ئې د بشپړه يووالي څرګندونه كولو سره په اسرائيلي جارحيت كښې په لويه كچه ځاني او مالي زيان باندې د افسوس څرګندونه وكړه او د اسرائيل د جارحيت ئې غندنه هم وكړه۔ د فل??طي?? سفير احمد جواد ربيع فل??طي??يانو سره د يووالي په څرګندونه كولو د سپيكر مننه وكړه او د فل??طي?? اولس لپاره د جذبات او احساسات ئې ستائنه وكړه۔ په دې موقع سپيكر راجه پروېز اشرف په سفارت كښې د غمرازۍ په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔