اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوند وزارتونو ته ربيع ف??ل لپاره د تعطل نه غېر سره وركولو لپاره د بشپړه لائحې جوړولو او د دې د و??ان??ې كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې ربيع ف??ل لپاره يوريا سره وركولو لپاره د جاج غونډه وشوه٬ د ربيع ف??ل لپاره دې كروندګرو ته په وخت او د تعطل نه غېر سره وركول باوري كړې شي٬ وزيراعظم ووئيل د سرې د زياتې ذخيرې دې هم مناسب او په وخت بندوبست وكړے شي، ضلعي انتظاميه دې د سرې په بيعه نظر وساتي۔ غونډه په هېواد كښې د سرې د اوسني پېداور او د متوقع طلب پحقله خبر كړې شوه۔ وزيراعظم اړوند وزارتونو ته ربيع ف??ل لپاره د تعطل نه غېر د سرې وركولو لپاره د بشپړه لائحې جوړولو سره د و??ان??ې كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې لنډمهاله وفاقي وزيرانو ګوهر اعجاز، کوثر عبداللہ ملك، محمد علي، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه او اړوند چارواكو ګډون وكړو