اسلام آباد۔3نومبر (اے پی پی) دکورنيو چارو نګران ??فا??ي وزير سرفراز احمد بګټي د امنيتي ځواکونو په کاروان د بريد سخته غندنه کړې او وئيلي يې دي چې د امنيتي ځواکونو سترې قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي، د ترهګرو بزدلانه كارروايۍ زمونږ حوصلې ك??زورې ك??لې نه شي۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې ??فا??ي وزير سرفراز بګټي ووئيل مونږ د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كوو٬ ټول ملت د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔ ده ووئيل امنيتي ځواکونه په ډېره مېړانه د ترهګرۍ په ض?? جنګ كوي۔ زمونږ ځوانان خپل ژوند په خطر كښې اچولو سره د هېواد او ولس ساتنه کوي۔ ده زياته كړه چې هېواد دښمنه عناصر به هېڅکله په خپلو ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔