اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقی وزیر مر??ضی?? سولنګی وئيلي دي د قانوني مقدمو مخنيوي په اړ?? د ??اب??نې کمېټۍ په حقله د سینیټر رضا رباني اندېښنې س??ې نه دي، په انتهائی سمدستي نوعیت چارو كښې حکومت د آرډیننس جاری کولو اختیار لري، کمېټی چې كوم هم كار كوي د آئین او قانون په دائره كښې به وي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سینیټر رضا رباني د پام راګرځونې په نوټس نګران وفاقی وزیر ووئيل د کمېټۍ په اړه سینیټر رضا رباني چې د كومو اندېښنو څرګندونه كړې هغه كوم بنياد نه لري، د ??اب??نه کمېټی د رولز آف بزنس17(2) ترمخه جوړه شوې ده ، کمېټی بل جوړولو يا بل وړاندې كولو لپاره نه ده۔ ده ووئيل انتهائي ارجنټ کیسز كښې حکومت د آرډیننس جاری کولو اختیار لري، د آئین او قانون نګران حکومت د آرډیننس جاری کولو څخه نه منع كوي، د آئین آرټیکل 89 کښې هم د ایمرجنسي قانون سازۍ اجازه شته۔ده ووئيل ??اب??نه کمېټی د ??اب??نه سیکریټریټ فنکشنز كښې مرستي لپاره ده، د کمېټي اختیارات سپریم کورټ یا سېنېټ څخه زيات نه دي، قانون سازۍ لپاره دا خبره ضروری ده چې كومه هم قانون سازی کېږي هغه به د آئین او قانون څخه بالاتر نه وي