اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ نګران وفاقي وزير محمد سميع سعيد وئيلي دي حكومت د موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي ??و غذائي تحفظ لپاره سپېشل انوېسټمنټ فېسېليټېسن كونسل (اېس آئي اېف سي) بشپړ اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سسټين اېبل ډويلپمنټ پاليسي انسټيټيوټ (ايس ډي پي آئي) تر سېوري لاندې 26م سسټين ايبل ډويلپمنټ کنفرنس(ايس ډي سي) ته خپلې وېن?? كښې وكړه د كوم عنوان ??ې په “پاكستان كښې د موسمياتي بدلون په خوراك اثرات” ٶ۔ په دې موقع خپلې وېن?? كښې وفاقي وزير ووئيل حکومت د موسمياتي بحران نه ښه خبر دے ٬ د اېس آئي اېف سي له مخې د دې مسئلې مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات كوي ځكه چې زراعت د دې كونسل په كليدي څانګو كښې يوه ده۔ ده ووئيل حكومت د غوره نړيوالو طريقو د لارې پېداوار زياتولو ته پام ??رنه كوي ??و د کارپورېټ د زراعت په څانګه كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي۔