??سل??م آباد۔28نومبر(اے پی پی) د تعليم نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي وئيلي دي زده كړې د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ د?? دا خبره د نهې په ورځ په نړيوال ??سل??مي پوهنتون كښې د زده كړو په سرخط د كنفرنس پرانستې دستورې ت?? خطاب كښې وكړه۔ د?? ووئيل ډيجيټل بدلون د زده كړې تګلارې بدلې كړې دي٬ د زده كړو لپاره اوس وخت او ځايې ركاوټونه هېڅ مسئله نه ده پا??ې شوې۔ د?? تدريس او زده كړو لپاره د ټېكنالوجي په كارولو زور راوړو۔ د?? ووئيل زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح بايد زده كړې وي۔ د دې نړيوال كنفرنس انتظام د نړيوال ??سل??مي پوهنتون د تعليم څانګې اق??اﺀ پوهنتون او انټرنېشنل سنټر آلف اېكسيلېنس په ګډه كړے دے۔ په كنفرنس كښې د قامي او نړيوالو سكالرانو لخوا 50 مقالې وړاندې كولې شي۔ د?? ووئيل ځوانان د قام د تقدير بدلولو صلاحيت لري۔ د?? زياته كړه چې پاكستان تېر كال د اروپا تر ټولو زيات سكالرشپس ترلاسه كړي۔ د?? وړاندېز وركړو چې د نړۍ مقابله كولو له به د درس او تدريس نوؤ تګلارو څخه ځان خبرول وي۔ ډاكټر ثمينه په لوړو زده كړو كښې بدلون رامخې ته كولو كښې د اېچ اي سي د كردار هم ستائنه وكړه۔ دې هيله ولرله چې دا كنفرنس به د تدريس نوؤ طريقو او عصري ټېكنالوجۍ لپاره د تګلارې او پالېسۍ وضعه كولو په لړ كښې سفارشات وړاندې كړي۔ كنفرنس ته د اق??اﺀ پوهنتون صدر ډاکټر ناصر اکرام، د ??سل??مي پوهنتون نائب صدر اکېډمکس پروفېسر ډاکټر عبدالرحمن او د پوهنتون د زده كړو څانګې ډين ډاكټر سرور هم خطاب وكړو